خبرهای ورزشی

 دملي اردو اووه تنه ورزشکاران  کاناډا ته ځي

دملي دفاع وزارت دملي اردو  اووه تنه معلول ورزشکاران ديولړ ورزشي لوبو دترسره کولو لپاره  کاناډا ته استوي .

دملي دفاع وزارت وياند  دولت وزيري په يوه خبري غونډه کې ددغې ټکى په  څرګندولو سره وويل  چې ددغو کسانو  دبدن غړي  ددښمن پرخلاف  دجګړې  په ډګرونو کې زيانمن شوي دي او وروسته يې  ورزش ته  مخه کړې ده  او دې ته چمتو شوي دي  چې په کاناډا او نورو هېوادونوکې يولړ  سيالۍ ترسره کړي او دغه کسان يې داتلانو په توګه وبلل چې نه يوازې  ددښمن پرخلاف  دجګړې  په ډګرونوکې  په اتلوالۍ سره  جنګيدلي دي بلکې په ورزش کې هم  غواړي  تبارز وکړي .

 ده وويل  چې دکاناډا په بلنه  له اويا تنو ورزشکارانو څخه اووه تنه انتخاب شول  او  دناستې دواليبال ، بولينګ او د اوسپنيزو نارينه و په برخو کې  دروان کال  دوږې دمياشتې له شلمې نيټې څخه دتلي دمياشتې تر دولسمې نيټې پورې دبيلابيلو هېوادونو له ورزشکارانو سره سيالي کوي .

  په دغوسياليو کې  داوولسو هېوادونو ورزشکاران  ګډون کوي  . دغه ورزشکاران  په تيرو کلونوکې  ديولړ لوبو دترسره کولو په موخه امريکا او انګلستان ته تللي و  او له څو  مډالونوسره بيرته هېواد ته راستانه شول .

  وزيري زياته کړه چې دملي دفاع  وزارت په کابل کې  دملي اردو معلولينو ته  دشل جريبه ځمکې په ساحه کې  دبيا رغاونې په نامه  يو مرکز جوړوي چې  دملي اردو  معلولين وکولى شي  په دغه ځاى کې  خپل تمرينونه  ترسره کړي .

نظر بدهید