خبرهای خارجی

 دقذافي  زوى سيف الاسلام  ازاد شو

د ډګرمن  قذافي  کشر زوى  سيف الاسلام چې پخوا دطرابلس   په يوې محکمې کې په اعدام محکوم شوى و له جيل څخه ازاد شوى دى .

 هغه مليشه ډله چې سيف الاسلام يې په زيتان ښار کې په واک کې درلود وويل دده دازادولو علت بخښنه  وه .

  سيف الاسلام دليبيا دخلکو له پاڅون او دخپل پلار معمر القذافي  له وژل کيدو وروسته دياغيانو له خوا ونيول شو او شپږ کاله په جيل کې و .

 دى دوه کاله مخکې دطرابلس  په يوې محکمه کې دبشريت  پرخلاف  دجنايت په تور محاکمه او په اعدام محکوم شوى و .

  سيف الاسلام دليبيا  دخلکو دانقلاب په  دوره او دمعمر القذافي  دځواکونو له خوا دياغيانو  دځپلو په وخت کې دخپل پلاريو اصلي ملاتړي و او زيات خلک دياغيانو په ځپلو کې مخکښ بولي .

  سيف الاسلام قذافي  دمعمر القذافي  دکورنى وروستۍ مهم غړى و چې دحکومت له سقوط وروسته ونيول شو .

 سيف الاسلام قذافي  دبشريت پرخلاف دجنايت دترسره کولو په تور دنړيوالې محکمې تر تعقيب لاندې دى .

 دى چې اوس  ٤٥ کلن دى ډير ښه انګليسي غږيږي او دلندن داقتصاد له پوهنتون   څخه ډاکتري لري .

 دى دقذافي  دنړيوال  خيريه بنسټ مسوول و چې په فلپين کې له جګړه مارو او بنسټپالو ډلو څخه  ديرغمل  شويو کسانو په ازادولوکې  رول درلود .

 په  ٠٠٦ ٢کال کې دى دخپل پلار په حکومت له انتقاد وروسته  له ليبيا څخه ووت خو بيرته هېواد ته راستون شو .

نظر بدهید