خبرهای داخلی

دطالبانو او داعشيانو ترمنځ جګړه کې له دواړو لورو څخه په لسګونو تنه وژل شوي دي

  دغور ولايت امنيه قوماندان غلام مصطفي محسني ويلي دي چې دخپل منځي جګړو له امله طالبانو او داعشيانو ته دسر زيان اوښتى دى .

 دده دڅرګندونوله مخې، له يوې اوونۍ رايديخوا د فيروز کوه په شمال کې دداعشيانو اوطالبانو ترمنځ سختې جګړې دوام لري .

 ده دغه راز وويل چې په غورولايت کې  پرون دبې پيلوټه امريکايي الوتکې  په بريدکې دوه تنه داعشيان ووژل شول او څلور تنه نور يې ټپيان شول.

دفيروز کوه په شمال مرغاب سيمه کې دداعش دپوځي اډې جوړول يوه انديښنه  وه چې دغور ولايت سيمه ئيزو  مسوولينو تل دهغه يادونه کوله او ددغه ولايت امنيتي مسوولين اوس وايي چې له يوې اوونۍ راپديخوا  په سيمه کې دطالبانو او داعشيانو ترمنځ سختې جګړې دوام لري .

 دغور ولايت امنيه قوماندان غلام مصطفي  محسني رسنيو ته ويلي دي دخپلې اډې دټينګښت لپاره دافرادو دجلب اوجذب په خاطر دداعش  هلې ځلې ددې سبب شوي دي چې دغه ډله له طالبانو سره جګړه وکړي .

 دده دڅرګندونوله مخې ددغو جګړو له پيل څخه تراوسه پورې له دواړو لورو څخه په لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده .

 دمحسني  دڅرګندونوله مخې په روان کال کې دهېواد په ننګرهار ولايت او شمالي سيمو کې دداعشيانو دځپلو په دليل  ددغې ډلې زيات شمير غړي دخوندي پاتې کيدوپه مقصد  ددغه ولايت په مرغاب سيمه کې ځاى پرځاى شوي دي چې يوزيات شمير بهرني  اتباع هم پکې شامل دى .

  په همدې حال کې دغور دوالي وياند هم ددغه ولايت دمرکز په شمال کې دداعشيانو اوطالبانو ترمنځ جګړې  تاييدوي ، امنيتي ځواکونو په دې وروستيو وختو کې څو تنه ددغې ډلې دمبلغينو په توګه دغور په مرکز کې ونيول .

 ديوبل  رپوټ له مخې ،  دجوزجان ولايت سيمه ئيز مقامات وايي چې د قوش تيپې او درز اب په ولسواليو کې دطالبانو او داعشيانو ترمنځ تاوتريخوالي دخلکو دځورونې  سبب شوي دي .

 له يوې مياشتې  راپديخوا ددواړو ډلو ترمنځ تاوتريخوالي دوام لري .

ددرز اب ولسوال وويل: دوه اوونۍ مخکې دداعش ډلې يو شپون له لسګونو څارويو  سره يې دطالبانو له سيمې څخه تښتولى و ،طالبانو  هم په دې غبرګون کې دوه تنه کوچيان دداعش تر ادارې لاندې سيمې څخه وتښتول .

 ددرزاب دولسوال دڅرګندونو له مخې، دطالبانو او داعش دډلو ترمنح  تاوتريخوالي  دجوزجان ولايت په دشت ليلي  سيمه کې زيات شوي دي او دغه ډلې  زياتره ملکي وګړي ځوروي .