خبرهای داخلی

دسولې له بهير سره دداعش ددولس کسيزې ډلې پيوستون

دسولې له بهير سره دداعش ددولس کسيزې ډلې پيوستون
دولس کسيزه ډله داعشيان په ننګرهار ولايت کې دسولې له بهير سره يوځاى شول .
دغه ډلې مخکې له دې دکوټ او اچين دولسواليوپه ځينو سيمو کې په ډار اچوونکو فعاليتونو بوخت وو .
دننګرهار دوالي وياند عطاالله خوږياڼي وويل چې دغه داعشيان له خپلو وسلو سره دسولې له بهير سره يوځاى شوي دي .
دداعشيانو ددغې ډلې قوماندان تعويذ خان وايي چې وروسته له دې به دخپل هېواد دامنيت دتامينولو او دبيا رغاونې په لاره کې هلې ځلې وکړي
ده په افغانستان کې د نورو ډار اچوونکوډلو له افرادو څخه وغوښتل چې نور له ورانکارۍ څخه لاس واخلي او سولې ته مخه وکړي .

نظر بدهید