صحت

دسردارمحمد داوود خان روغتون سبا خپل کارپيلوي

دهېواد  اجرائيه رئيس ډاکتر عبدالله عبدالله وايي  چې دشهيد سردار محمد داوود خان په روغتون کې دوروستۍ تروريستي پيښې دتحقيق اوڅيړنې بهير په ښه ډول پرمخ ځي .

:  ډاکتر عبدالله  عبدالله چې نن يې  دوزيرانو شورا په غونډه کې  خبرې کولې څرګنده کړه  چې ددغه  روغتون دډاکترانو او دروغتيايي کارکوونکو کار دستاينې وړ  دى  آن هغوى کله چې په روغتون کې  جګړه روانه وه  خپل  کار ته دوام ورکړ.

ډاکتر عبدالله عبدالله وويل: دروغتون دبيارغاونې دکار لومړى پړاو پاى ته رسيدلى دى  او دشهيد سردار محمد داوودخان  روغتون خپل کار سبابيا پيلوي. خو ددغه روغتون داساسي بيارغاونې کار به يوه موده وخت ونيسي اوپه دې برخه کې  دښار جوړولو وزارت او دملي دفاع وزارت   دتعميراتو رياست  خپل کار پيل کړى دى .

بايد وويل شي  چې څلورو تنو تروريستانو دکب دمياشتې په اتلسمه نيټه

دچهارشنبې په ورځ دشهيد سردارمحمدداوود خان په روغتون چې يو روغتيايي او اکاډميک بنسټ دى  بريد وکړ چې په دې پيښه کې زموږ يوشميرهېواد وال چې زياتره يې ملکي وګړي وو  ، شهيدان شول او يوشمير نور هم ټپيان شول.