خبرهای خارجی

دترکيي داساسي قانون دبدلون دټولپوښتنې اعلان

دترکيې داساسي قانون دبدلون دټولپوښتنې لپاره له څو مياشتو سياسي جنجالونو وروسته پرون دغه قانون ټولپوښتنې ته وړاندې شو او ددغه هېواد  جمهو ررئيس رجب طيب اردوغان  اعلام وکړ چې زياترو رايي ورکوونکو  په قانون  کې دبدلون په اړوند مثبتې رايې ورکړې دي.

اردوغان دترکيې په استانبول ښارکې دوينا په ترڅ کې وويل چې داساسي قانون بدلون به يو اسانه يا معمولي بدلون نه وي.

اردوغان وويل چې  په تيرو وختونو کې دترکيې پارلمان داساسي قانون دبدلونونو په باره کې تصميم نيوه او دلومړي ځل لپاره دترکيې دخلکو اراده ددغې ټولپوښتنې يا ريفرندم  له لارې څرګنده شوې ده .

دترکيي دجمهوررئيس  په خبره له ترکيې څخه بهر رايې ورکوونکو په دې برياليتوب کې مهم رول لوبولى دى.

ده له بيلابيلو هېوادونو اوبنسټونو څخه وغوښتل چې ددغې ټولپوښتنې دنتيجې درناوى وکړي.

دترکيې صدراعظم علي يدرين هم چې ددغې ټولپوښتنې په تبليغاتي کمپاين کې برخه لرله ويلي دي  چې دغي ټولپوښتنې يوځل بيا په ترکيه کې ددموکراسۍ دبلوغ اوانکشاف کچه نړۍ ته ښودلې ده .

د بن علي يلدرين دڅرګندونوله مخې : ترکيې ټول  خلک  لومړى  درجه  او برابر اتباع لري.

په همدې حال کې  دحکومت اصلي مخالف ګوند دخلکو جمهوريت غوښتوونکي ګوند دټولپوښتنې له نيتجې سره مخالفت کړى دى  او درايو دبيا شميرنې غوښتنه  يې کړې ده.

دخبري سرچينو دخبرله مخې :له ترکيې څخه بهر هم دالمان حکومت داساسي قانون لپاره  دپيشنهادي بدلونونو په باره کې له ټولپوښتنې مخکې دنظر اختلاف پيدا کړى و او دالمان په خاوره کې يې دطيب  اردوغان دتبلغاتي غونډو دجوړولو اجازه نه ده ورکړې .

نظر بدهید