خبرهای خارجی

دامريکا جمهور رييس له کيوبا سره داړيکو ښه والى په بشپړه توګه لغو کړ

دامريکا جمهور رييس دونالدترامپ  اعلان وکړ چې له کيوبا  سره دامريکا اړيکو ښه والى چې ددغه هېواد دپخواني جمهور رييس بارک اوباما په حکومت کې ترسره شوي و ،  په بشپړه توګه لغو کوي .

 ترامپ وويل چې په دغه هېواد کې دامريکايانو دګرځندوى  بنديز  بيا ټينګښت مومي اودکيوبا بنديزونه عملي کيږي که څه هم  درارسيدلو  خبرونوله مخې ، دترامپ په تصميم سره په هاوانا کې دامريکا سفارت نه تړل کيږي او ځينې تجارتي اړيکې او دالوتکو الوتنې به په خپل حال پاتې شي ترامپ وويل تر هغه وخته پورې چې په کيوبا کې سياسي بنديان ازاد نه شي امريکا دکيوبا بنديز نه لرې کوي .

 ترامپ کيوبا ته څيرمه او دفلوريدا ايالت دجنوب په  ميامي بندري ښار کې خبرې کولې .

 دامريکا  جمهور رييس  په کمونيزم  او په فيدل کا سترو بريدو وکړ او ويې ويل چې دبارک اوباما په حکومت کې داړيکو ښه والي يو اړخيزه موافقه ده او يواځې دکيوبا  حکومت ته يې ګټه رسولې ده .

 ترامپ له ايران سره اټومي موافقې ته هم اشاره  وکړه او ويې ويل  بايد په دې باب بې پروايي ونه کړو.

 دامريکا پخواني جمهور رييس بارک اوباما له  نيمې پيړۍ وروسته دجمهور ي رياست  په وروستي کال کې له کيوبا سره ديپلوماتيکي اړيکې ټينګې او ځينې  محدودويتونو يې لغو کړل .

نظر بدهید