خبرهای خارجی

دامريکا او  روسيې جمهوررئيسان  دسوريې داوربند په باره کې  موافقې ته ورسيدل

دامريکا او روسيې جمهوررئيسان  دونالدترامپ او ولاديمير پوتين په سوريه کې  دنوي اوربند دټينګښت لپاره موافقې ته ورسيدل.

 دغه موافقه دسوريې په  جنوب لويديځ کې   له نښتو څخه دخلاصو سيمو  درامنځته کولو لپاره ده .

دروسيې دبهرنيو چارو وزير سرګي لاوروف  چې له خپل امريکايي  سيال رکس تيلرسون سره  په خبرو کې  حاضر و ويلي دي چې دغه موافقه ديکشنبې له ورځې څخه عملي کيږي.

داردن حکومتي چارواکو هم ددغې موافقې په تائيدولوسره ويلي دي چې داوربند په ټينګښت کې به  همکاري وکړي.

په تيرو اوونيو کې  له اردن او عراق سره  دسوريې  ګډې سرحدي سيمې  دامريکا په مشرۍ   او دبشاراسد دملاتړو ځواکونو له  خوا داعش ضد ايتلاف د ځواکونو دنښتو ډګر و .

نوې موافقه دالمان په هامبورک کې دشلمې ډلې   د غونډو ترڅنګ اعلام شوې  ده.

دامريکا دبهرنيو چارو وزير رکس تيلرسون وويل ؛ په  تيرو وختونو کې له ورته

موافقو سره ددغې نوې موافقې توپير دا دى  چې دا ځلې  روسيه  دهغې په اجرا کولو  ژمنه ده .

تيلرسون هيله څرګنده کړې ده  چې وکولاى شو دنورو سيمو لپاره هم ورته موافقو ته ورسيږو .

په رارسيدلو خبرونو کې ويل شوي دي چې نننۍ موافقه  دروسيې او امريکا ترمنځ  دپردې ترڅټ دمياشتو مياشتو خبرو حاصل دى.

دروسيې دبهرنيو چارو وزير ويلي دي  چې داروبند جزئيات  داردن په پايتخت عمان کې او دروسيي ، امريکايي  او اردوني کارپوهانو له خوا بشپړ شوي دي.

نظر بدهید