خبرهای داخلی فرهنگ و هنر

 دافغانستان دګنجينو نندارتون دچين په موزيم کې پرانيستل شو

 دافغانستان لرغوني اثار داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دځوانانو دچارو معين او دافغانستان  د لوړ رتبه هئيت  درييس ډاکتر کمال سادات  له خوا دچين دولسي جمهوريت  د قصر په موزيم کې پرانيستل شو .

دافغانستان  دغه آثار  چين ته له ليږدونې مخکې  په سيول او ګيونجو په ملي موزيمونوکې نندارې ته وړاندې شوي و .  چې له چين سره  د موافقه ليک  له لاسليک وروسته  له دريو هېوادونو  څخه  دموظف هئيت له خوا دچين  دقصر موزيم ته وليږدول شول .

 څه دپاسه څلورمياشتو کې چې دغه  لرغوني آثار  دجنوبي کوريا په موزيمونوکې  نندارې ته وړاندې شوي و  له  مادي ګټې برسيره  زموږ دګران هېواد  دفرهنګي او تاريخي  ځلانده څيره يې دکوريا خلکو او سيلانيانو ته  نندارې ته وړاندې کړ چې دخلکو  له تود هرکلي سره مخامخ شوي دي .

  په ټوليزه توګه په جنوبي کوريا کې  ٢٢٠٨١٣ تنو په  جنوبي کوريا کې  دغه نندارتون کتلي دي .  د افغانستان  دګنجينو نندارتون  ټاکل شوې ده  ددريو مياشتو لپاره  دچين  په موزيم کې  نندارې ته وړاندې شي  چې له دې پلوه دوه سوه پنځوس زره امريکايي ډالره  دافغانستان  جمهوري دولت دوارداتو په حساب کې تحويل شوي  او دغه راز په زرګونه تنه  هغه کتلي دي .

 دافغانستان دګنجينو دنندارتون دپرانيستلو په مراسمو کې داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دځوانانو دچارو معين  ډاکتر کمال سادات  په چين کې ددغه نندارتون دجوړولو له امله  دخوښي  په څرګندولو سره  دغه نندارتون ارزښتناک وباله . او  هغه يې  دچين او افغانستان ترمنځ دزياتو  فرهنګي اړيکو پيل بولي

 چې په راتلوونکي کې  به  دفرهنګي راکړې ورکړې  دزياتوالي سبب شي .

  په دغو مراسمو کې په بيجينګ کې دافغانستان داسلامي جمهوريت لوى سفير جانان موسي زي  دافغانستان او چين  په تاريخي اړيکو ټينګار وکړ او ددغه نندارتون پرانيستل يې  دفرهنګي اړيکو په ټينګښت کې  مهم وباله او هغه يې د وريښمو دلارې دڅلورلاري په توګه  دافغانستان  دارزښتناک رول  ښکارندوى بولي  چې  ددوست هېواد  چين څخه  سرچينه  اخيسته .

 ده ټينګار وکړ چې افغانستان بايد ديوې لارې  په پروژه کې  مهم رول ولري .

 دافغانستان دملي  موزيم درييس محمد فهيم رحيمي دڅرګندونوله مخې  په بيجينګ  ښار کې  د زياتو وګړو له په پام کې نيولو تاريخ اوفرهنګ ته د چين  د فرهنګپالو خلکو زياته علاقمندي او دقصر دموزيم  دکتونکو زيات شمير  ښايي په سلګونه زره تنه  له دغه نندارتون څخه کتنه وکړي  چې  زموږ دګران هېواد د ډير مهم  تاريخ او فرهنګ څخه ددغو کتونکو دزياتې پوهاوي  سبب کيږي .

 تراوسه پورې دافغانستان دګنجينو دنندارتون له پلوه  څه دپاسه دوه سوه مليونه افغانۍ دافغانستان  دولت ته  ګټه راغلې ده  او دغه راز ٢٦١٩٨٣٢تنو هغه کتلي دي .

 دغه نندارتون له  ٢٠٠٧ کال څخه تراوسه پورې  دنړۍ په څه ناڅه شلو موزيمونو کې  نندارې ته وړاندې شوې دي  چې د نړۍ په بېلابېلو سيمو کې  زموږ  دهېواد افغانستان  دتاريخي او فرهنګي هويت په برخه کې  دعامه  ذهنونو دروښانه کيدو او پوهاوي  سبب  شوى دى .

نظر بدهید