خبرهای داخلی فرهنگ و هنر

دارواښاد جلال نوراني  جنازه خاورو ته وسپارل شوه

د ورځپاڼه ليکوونکي  ، نمايش نامه ليکوونکي اوپه يوه کلمه کې  دهېواد دفرهنګ دخدمتګار ارواښاد جلال نوراني جنازه پرون خاورو ته وسپارل شوه.

دارواښاد جلال نوراني دجنازې دښخولو په مراسمو کې داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دخپرونو دچارو معين سيدفاضل سانچارکي ،  د دغه وزارت يوشمير رئيسانو او مسوولينو ، فرهنګيانو ، ليکوالانو ، درسنيو کارکوونکو او دارواښاد دوستانو اوخپلوانو ګډون کړي وو.

دنوراني دجنازې له ښخولو وروسته  دآزادۍ مطبعو رئيس ضيابوميا دنوراني دژوندانه په باب خبرې وکړې   او ويې ويل  چې  دهېواد دفرهنګ ددغه خدمتګار مرقدبه په خپل شخصي لګښت او دآزادۍ مطبعو دکارکوونکو په مرسته جوړ کړي.

په همدې ترتيب  دارواښاد دوو تنو خپلوانو هم خبرې وکړې او دده مړينه يې يوه ضايعه وبلله .

دمراسمو په پاى کې  دورځپاڼو رئيس شمس الحق آريان فر داطلاعاتو  اوفرهنګ  وزارت په استازيتوب داوراښاد په قبر دګلو ګيډۍ کيښودې او ويې ويل  چې هغه د افغانستان په  مطبوعاتوکې او طنز ليکلو له مخکښانو څخه و  چې دفرهنګي بنسټونو په بيارغاونه کې  يې اساسي رول درلود.

دارواښاد نوراني دفاتحې مراسم سبا د چهارشنبې په ورځ له يوې نيمې بجې څخه  تر درې نيموبجوپورې   دارواښاد دکورنۍ او داطلاعاتو اوفرهنګ  وزارت  له خوا د ابوبکر صديق په جامع جومات کې پرځاى کيږي.

دافغانستان داسلامي جمهوريت  جمهوررئيس محمداشرف غني  دډاډګېرنې په پيغام کې  چې دارواښاد دکورنۍ ، او دهېواد دادب اوفرهنګ  کارکوونکو په نامه  ليږلى دى  ويلي دي چې ده دخپل عمر زياته برخه په هېواد اوبهرکې  په مهاجرت  کې په ليکوالۍ  او فرهنګي فعاليتونو تير کړ.

له ارواښاد نوراني څخه  ١٤ ژباړل شوي اثار او نور ٢٥ آثار چې ده ليکلي دي  چاپ شوي دي.

نظر بدهید