خبرهای داخلی

جمهور رئیس غني: ښځې د اوسني تحمیلي جنګ لویې قربانیانې دي

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني پرون له غرمې مخکې د (افغان ښځې د سولې پیغام راوړونکي) تر سرلیک لاندې د افغان ښځو په څلورم سمپوزیم کې ګډون او وینا وکړه.

په دې مراسمو کې چې په ارګ کې ترسره شول، لومړی د بهرنیو چارو و زیر صلاح الدین رباني خبرې وکړې او وی ویل، اوسنی سمپوزیم د واشنګتن، اوسلو او کابل په دوام دی چې محور یې په بېلابېلو برخو کې د ښځو د پیاوړتیا او په دې برخه کې د نړیوالو تجربو تبادله ده.

هغه زیاته  کړه، د دغه سمپوزیم اصلي موخه په بېلابېلو پروسو کې د افغانو ښځو ګډون دی او له همدې امله سږ کال د هېواد اړتیا ته په کتو د سولې په تامین کې د ښځو پر ونډې تمرکز شوی.

صلاح الدین رباني وویل، دغه سمپوزیم ښه فرصت دی، تر څو پر بېلابېلو موضوعاتو لکه ښځې څنګه کولی شي د جګړې د ریښو او له جګړې د راپیدا شوي تاوتریخوالي له منځه وړلو او تلپاتې سولې ته د افغانستان د لاسرسي په برخه کې ونډه ولري، بحث وشي.

هغه زیاته کړه، د پرمختللو هېوادونو په اقتصادي، سیاسي، فرهنګي او ټولنیز پرمختګ کې د ښځو ونډه پیاوړې او د لمس وړ ده،خو متاسفانه په څلورو لسیزو جګړو کې په افغانستان کې ښځې د نارینه و په پرتله له مخکې ډېرې څنډې ته شوې دي، افغان مېرمنو له پخوا ډېر زیان لیدلی او هغوی د جګړې د ټولنیزو زیانونو اصلي قربانيانې دي نو ځکه مونږ د عادلانه سولې تامین او تل پاتې امنیت  ته ځانګړې پاملرنه لرو.

د بهرنیو چارو وزیر وویل، د ټولنې پرېکړو ته د ښځو راګرځولو په لار کې د ښځو اقتصادي پیاوړتیا، د تاوتریخوالو راټیټولو او لمنځه وړلو لپاره مبارزه، د هېواد په مدیریت کې د ښځو سیاسي مشارکت لوړول او نجونو ته د ښوونې او روزنې زمینې برابرول د افغانستان دولت له مهمو اقداماتو څخه دي.

هغه وویل، افغان دولت د تېرو ۱۷ کلونو په ترڅ کې د ښځو پیاوړتیا او د هغوی د حقونو تامین په برخه کې ګامونه پورته کړي، تر څو هغوی د هېواد د زیرساختونو نوي کولو او بیا رغونه کې د ټولنې انساني ځواک په توګه ونډه ولري.

وروسته د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني خبرې وکړې او د یاد سمپوزیم جوړونکو څخه په مننې یې وویل، د دې اجتماع ارزښت په دې کې دی چې سوله او ارامي د خلکو حیاتي غوښتنه او د افغانستان اساسي اړتیا ده.

جمهور رئیس دېته په اشارې چې په تېرو ورځو کې د سولې د ټینګښت په لاره کې یو لوی ګام واخیستل شو وویل، ما له حزب اسلامي سره د سولې اجتماع کې وویل، سولې ته د رسېدو لپاره د ارادې او نېت لرل، تشخیص او قضاوت او د قانون رعایت د سولې پیش شرطونه دي.

هغه زیاته کړه، که د سولې رامنځته کېدل  له قانون سره همغږي نه وي، نو له ناکامۍ پرته به بله پایله ونه لري.

جمهور رئیس وویل، زموږ اساسي قانون د ملي یووالي، د ملي او اسلامي هویت او زموږ د خلکو د اساسي حقونو مهم سند او میثاق دی. له هر ډول شک پرته واقعي سوله هغه وخت تحقق او دوام مومي چې د افغانستان خلک ښځې او نارینه خپل اساسي حقونه له تعرض څخه مصئون احساس او خپل حقونه ترلاسه کړي.

محمد اشرف غني څرګنده کړه: موږ له نېکه مرغه د داسې دین پیروان یوو چې په هغه کې انسانان په اول او دویم جنس نه دي وېشل شوي، بلکې ښځه او نارینه د انساني کرامت له مخې مساوي او په یوه درجه  او یو مقام کې معرفي شوي دي.

جمهور رئیس وویل، د صدرِ اسلام په تاریخ کې وینو چې مسلمانو مېرمنو د هغو حقونو په برکت چې د اسلام مبین دین ورکړي وو، په اجتماعي، سیاسي، فرهنګي او اقتصادي ژوند کې فعاله برخه لرله.

محمد اشرف غني څرګنده کړه، د افغانستان په تاریخ کې هم  وینو چې کله ښځو د تعلیم او کار فرصت موندلای، نو د ګوهر شاد بیګم او نازو انا غوندې شخصیتونه پکې پیدا شوي دي.

جمهور رئیس وویل، په تېرو لس، پنځلس کلونو کې چې افغان مېرمنو کومې کامیابۍ تر لاسه کړې، تر ټولو لوی علت یې هغه فرصت دی چې د اساسي قانون په برکت دوی ته مهیا شوی دی.

هغه زیاته کړه،  د جنسیتي بې عدالتۍ مهم علت د جنګ او ناامنۍ دوام دی. په افغانستان کې له سواد څخه د محرومو ښځو شمېر د بېسواده نارینه و درې برابره دی او عمده لامل یې هم دا تحمیلي جنګ دی چې زموږ هېواد ورسره لاس او ګرېوان دی.

جمهور رئیس غني څرګنده کړه، که جنګ او خشونت نه وای، نو د دې هېواد زرګونه نجونې به ډاکټرانې، انجنیرانې، نرسانې، ښوونکې او د ټولنې فعالې وای، نه دا چې د اوس په څېر شپه او ورځ په محرومیت، غم او اندېښنه کې تېره کړي.

هغه وویل، ښځې د روانې تحمیلي جګړې لویې قربانیانې دي. دوی د جنګ عاملانې نه دي، خو د جنګ شهیدانې،زخمیانې او مهاجرانې دي.

جمهور رئیس زیاته کړه، د سولې په باره کې د ښځو بحث او د سولې لپاره د ښځو اقدامات په دې دلیل هم ډېر طبیعي او لازمي ښکاري چې ښځې په فطري او تاریخي لحاظ د سولې او ژوند خدمتګارانې او مدافعانې دي.

جمهور رئیس غني څرګنده کړه، ”ښځې د سولې قاصدانې“ په نوم د دې سمپوزیم جوړول  او نومول په حقیقت کې اسلامي لارښوونو ته لبیک ویل او ملي عنعناتو ته تداوم بښل دي.

هغه وویل، زما غوښتنه داده چې افغان ښځې او د دې سمپوزیم ګډون کوونکي د سولې په اړه دولت او ملت ته خپل مشخص وړاندیزونه وړاندې کړي.

جمهور رئیس د خپلو خبرو په پای کې دېته په اشارې چې د هېواد ښځې د جنګ پیروانو له لوري د مخالفت او موانعو باوجود په تېرو شپاړس کلونو کې د جهل او جنګ د پیروانو له مخالفتونو او خنډونو سره سره، افغان مېرمنو د ژوند په هر میدان کې د فخر وړ پرمختګونه کړي دي.

د هېواد جمهور رئیس وویل، دوی اوس خپل واضح دریځ او خپل اواز لري.  د پخوا په نسبت د دوی ظرفیت ډېر زیات او د دوی تجربه عظیمه ده. دوی په خپلو بحثونو کې ډېرې کامیابې دي. هغه زیاته کړه، دا یوازې د تحمیلي جګړې فتنه نه ده چې افغان ښځې یې واضح مخالفت کوي، بلکې د نورو اجتماعي فتنو په مقابل کې هم مثلا د اعتیاد په مقابل کې د دوی دریځ د زیاتې ستاینې او احترام وړ دی.

وروسته د اروپایې ټولنې د اسیا برخې مرستیالې پولا پامپلوني، خبرې وکړې او د افغان ښځو د توانمندۍ په برخه کې یې د هېواد د لومړۍ مېرمن، کړې ژمنې وستایلې.

هغې وویل، ښځې او سوله یو تربله نږدې اړیکې سره لري او په ټولنه کې د ښځو ونډه له سیاسي او اقتصادي پلوه ګټوره ثابته شوی ده او تر ډېره یې د سولې په برخه کې خپل رول لوبولی.

موږ به په دې سمپوزیم کې د افغان ښځو غږ له مرکز او ولایتونو څخه واورو او د هغوی مشورې به د هېواد د انکشاف په خاطر او دا چې ښځې څنګه کولای شي د سولې لوبغاړې شي، هم واورو.

ورپسې په افغانستان کې د ناروې سفیرې اغلې ماري‎سکیر وویل په افغانستان کې د ناروې له کلیدي لومړیتوبونو څخه یو هم د سولې او مصالحې ملاتړ دی.

هغې ټینګار وکړ، د سولې په مذاکراتو کې باید د ښځو ونډې ته هم توجه وشي او د سولې په تامین کې ښځو ته د ونډې ورکول نه یواځې چې سم کار دی، بلکې عقلاني هم دی او دا ثابته شوې هم ده، موږ کولای شو هغه مهال پایداره سوله ولرو چې ښځې په کې ګډون ولري.

د ناروې سفیرې وویل، د سولې د موافقه‎لیک پایښت او بقا چې په کې ښځې ونډه ولري، ډیریږي، ځکه ښځې د فصاحت او پالیسۍ لرونکې دي. د ښځو ونډه باید د سولې د قاصدانو په توګه وپېژندل شي تر څو هغوی د سولې په ایجاد او مذاکراتو کې خپل رغنده رول ولوبوي.

د ښځو چارو وزیرې دلبرنظري هم په دې مراسمو کې وینا وکړه، وې ویل چې سوله د انساني ژوند له لومړنیو اړتیاو څخه ده چې له هغې پرته پایدارې توسعې ته لاسرسی ناممکن دی.

هغې وویل: د ښځو چارو وزرات د سولې ټینګښت د مشارکت پالیسۍ جوړولو په وروستي پړاو کې دی، تر څو د سولې د توسعې په برخه کې د ښځو زیات موثر حضور ته زمېنه برابره کړي.

د ښځو چارو وزیرې وویل، د افغان ښځو تر ټولو مهمه غوښتنه په هېواد کې سوله او امنیت دی. هغې له ټولو سیاسي رهبرانو، متنفذینو، علماوو او رسنیو څخه وغوښتل چې د واحد لیدلوري، وحدت او د هېواد د ملي ثبات ساتنې او تقوې په برخه کې زړه‎سواندې هڅې وکړي.

وروسته د هلمند والي حیات الله حیات خبرې وکړې وې ویل، سوله زموږ د ټولو غوښتنه ده او له دې پرته له ستونزو او ننګونو سره مخ کېږو. نو زموږ د ټولو مسئولیت دی چې د سولې د تحقق لپاره کار او هڅه وکړو.

هغه وویل، د تاریخ په اوږدو کې ښځو په ډیرو حساسو شېبو کې مهم رول لوبولی دی چې د هغوی د مداخلې او مشورو له کبله هغه ستونزې حل شوي دي.

د هلمند والي دېته په اشارې سره چې په جګړه کې ښځې زیات زیان ویني، وویل: هغه ډول چې ښځې کولای شي د میوند معرکې اتلې ملالۍ په څیر ځوانان غزا ته وهڅوي، یا هم د فېروزې او زهرا په څېر چې همدا اوس د هلمند ولایت په مارجه او سنګین ولسوالیو کې د شل کسېزه ګروپ د مسوولینو په توګه د دښمن پر وړاندې جنګېږي، له شک پرته کولای شي چې خپل ځوانان له جنګ څخه راوګرځوي.

حیات الله حیات پر دې سربېره د ښځو په ښوونه او روزنه زیات ټینګار وکړ وې ویل، د ښځو ونډه دې د سولې په پروسه کې د یوه علمي میکانیزم له لارې چې پکې مثبت فرهنګي او اجتماعي ارزښتونه په نظر کې نېول شوي وي، پلی شي.

د مراسمو په پای کې د اندونیزیا هېواد د ښځو د پیاوړتیا او د ماشومانو د خوندیتوب چارو وزیرې، یهانه یمبایس خبرې وکړې، وې ویل چې اندونیزیا ته د جمهوررئیس د وروستي سفر په لړ کې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې تر پخوا غښتلې شوي دي.

هغې له جنسیتي تاوتریخوالي سره د مبارزې په برخه کې د اندونیزیايي ښځو د تجربو او د ښځو اړتیاو ته د نه پاملرنې په اړه مفصل معلومات ورکړل او د سولې په تامین کې یې د ښځو رول ارزښتناک وباله.