خبرهای ورزشی

جمهور رئیس غني: د ورزش عالي کمېټه جوړېږي

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني پرون د بدني روزنې او سپورت د عمومي ریاست له یو شمېر مسوولینو او ورزشکارانو سره وکتل.

په دې کتنه کې چې په ارګ کې ترسره شوه، په پیل کې د جمهور رئیس سلاکار محمد داوود ګلزار خبرې وکړې وې ویل، له ورزشي فدراسیونونو څخه مو لیدنې وکړې او د هېواد ورزشکاران په بېلابېلو برخو کې ښې لاسته راوړنې لري چې دا موږ ټولو ته د خوښۍ وړ ده.

محمد داوود ګلزار د ورزش په برخه کې د ستونزو په اړه هم خبرې وکړې او ټینګار یې وکړ چې یادې ستونزې حلېږي. هغه زیاته کړه، د بدني روزنې  ادارې  په خپل برابر کړي  طرزالعمل کې د هېواد دودونه او عنعنات په پام کې نیولي دي.

ورپسې د ولسي جرګې د روغتیا، بدني روزنې او له نشه یي توکو سره د مبارزې کمیسیون رئیس لالي حمیدزي وویل، تراوسه سپورت په هېواد کې د لایحې په اساس مخته وړل کېږي او که د ورزش قانون توشیح شي، نو په دې برخه کې به ستونزې حل شي.

نوموړي ورزش ته د جمهور رئیس له پاملرنې څخه په مننې  د ورزشکارانود ستونزو د حل غوښتنه وکړه او د سپورت په برخه کې یې په ازادو ټاکنوټینګار وکړ.

وروسته د المپیک د ملي کمېټې سرپرست محمود حنیف خبرې وکړې وې ویل موږ د ورزش د ستونزو د ارزونې په موخه د ټاکل شوي پلاوي له کړنو رضایت لرو. هغه له جمهور رئیس څخه وغوښتل چې د ورزش قانون توشیح  او د یاد قانون په رڼا کې د ورزشي فدراسیونونو ټاکنې په ازاده توګه ترسره شي.

ورپسې د بدني روزنې د لوى رئیس همایون خیري خبرې وکړې او پردې په ټینګار چې له ورزش څخه باید سلیقوي ګټه وانخیستل شي وویل، په پام کې ده چې د فدراسیونونو رئیسان انتخاب شي او هیله یې څرګنده کړه، چې د سپورت برخې ته زیات پام وشي.

په دې کتنه کې ملالۍ انوري د نورو ورزشکارانو په استازیتوب خبرې وکړې او غوښتنه یې دا وه چې جمهور رئیس د ورزش په اړه خپل وروستى تصمیم ونیسي، تر څو موږ وکولای شو په ملي او بین المللي سیالیو کې په ډاډه زړه ګډون او د هېواد لپاره ښې لاسته راوړنې ولرو.

جمهور رئیس د هغوی د خبرو له اورېدو وروسته وویل، ما تصمیم نیولی چې د هېواد ورزش ته نجات ورکړل شي. هغه زیاته کړه، راتلونکې اونۍ د ورزش عالي کمېټه جوړېږي او د ورزشکارانو د ستونزو حل پورې به اونیزې غونډې کوي.

جمهور رئیس وویل، د ورزش اوسني امکانات کافي نه دي او زه لارښوونه کوم چې د ورزش په برخه کې بودجه زیاته شي.

محمد اشرف غني وویل، زه حاضر یم چې د ورزش قانون توشیح کړم. هغه د ورزش د برخې له مسوولینو څخه وغوښتل چې د ورزش د قانون بیاکتنه کې همکاري وکړي.

جمهور رئیس څرګنده کړه، د هېواد د ورزشي بنسټونو اوسنی جوړښت ځواب ویونکی نه دی او دې ته اړتیا ده چې د المپیک ملي کمېتې اود بدني روزنې ادارې جوړښت له سره وکتل شي.

د هېواد جمهور رئیس وویل، د بدني روزنې موخه ورزش ته خدمت دی، نه دا چې ورزشکاران د وسیلې په توګه ورڅخه کار واخلي. جمهور رئیس ورزشکارانو ته په خطاب کې وویل، تاسو وښوده چې په افغانستان کې د ورزش په برخه کې ښې وړتیاوې شته، خو  باید ښې رهبري او مدیریت شي.

د دې کتنې په پای کې د بدني روزنې او سپورت د لوى ریاست مسوولینو او د هېواد ورزشکارانو ورزش ته د جمهور رئیس غني د پاملرنې له امله د تقدیر لوح هغه ته ډالۍ کړ.

نظر بدهید