اقتصادی

جمهور رئیس غني د سارک سازمان سکرتر جنرال سره د هېواد په اقتصادي مسایلو خبرې وکړې

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني يرون مازدیګر د سارک سازمان سکرتر جنرال امجد حسین سره په ارګ کې  وکتل.

په دې کتنه کې د سارک سازمان سکرتر جنرال امجد حسین افغانستان د منځنۍ او جنوبي اسیا هېوادونو تر منځ د سوداګرۍ او اقتصادي همکاریو د وصل ښه نقطه وباله. هغه زیاته کړه، سارک سازمان له دې پلوه افغانستان ته د ارزښت په سترګه ګوري او د سوداګریزو او اقتصادي همکاریو د وصل د نقطې په توګه ورباندې زیات حساب کوي.

ده وویل، د سارک سازمان  موخه د سوداګرۍ او اقتصادي همکاریو په برخه کې د هېوادونو هڅول دي، تر څو هر یو د خپلو امکاناتو د کارولو او شریکولو له لارې د سیمې د سوداګرۍ او اقتصادي همکاریو د ودې په برخه کې ګډ کار او همکاري وکړي. هغه زیاته کړه، سارک سازمان باید د غړو هېوادونو د خلکو د ژوند د لا ښه والي لپاره زیاتې هڅې وکړي چې ګټور تمام شي.

جمهور رئیس غني د سارک سازمان سکرتر جنرال ته د ښه راغلاست او د افغانستان د موقعیت په اړه د هغه له نېک نظر څخه په مننې وویل، افغانستان د سیمې هېوادونو په ځانګړي ډول د منځنۍ او جنوبي اسیا تر منځ د اقتصادي همکاریو دهلېز دی.

د هېواد جمهور رئیس وویل، افغانستان د زېربنا په برخه کې د پانګونې ښه فرصتونه لري، هغه زیاته کړه، موږ تیار یوو چې د سارک سازمان په ګډون د ټولو هېوادونو پانګوالو ته په افغانستان کې د پانګونې لازمې اسانتیاوې برابرې کړو.

جمهور رئیس غني د چین، افغانستان او ایران د اورګاډي کرښې جوړولو ته په اشارې وویل، دغه کرښه په دې مانا ده چې افغانستان د دغو هېوادونو تر منځ د وصل ښه نقطه ده. هغه زیاته کړه، موږ غواړو په راتلونکو څلورو کالو کې کندز او هرات ولایتونه د اورګاډي کرښې له لارې سره ونښلو تر څو ایران او چین له دغې لارې سره وصل شي.

محمد اشرف غني وویل، ځینې هېوادونه د افغانستان د سوداګرۍ، ترانزیت او اقتصادي همکاریو پر وړاندې ستونزې او خنډونه ایجادوي، چې سارک سازمان باید د هغوی د دغو ناوړه هڅو مخه ونیسي. هغه زیاته کړه، که سارک سازمان د هېوادونو تر منځ د ځمکنۍ سوداګریزې لارې په پرانیستلو ونه توانېږي، نو دغه سازمان به خپل هغه ارزښت چې لري یې له لاسه ورکړي.

جمهور رئیس څرګنده کړه، تروریزم او افراطیت د سارک غړو هېوادونو لپاره ګډ خطر دی، نو دغه هېوادونه باید په ګډه د دغه تهدید د دفعه کولو او خطر د له منځه وړلو لپاره مبارزه وکړي.