خبرهای داخلی

جمهوررئیس غني له افغان پیلوټې ښایسته واعظ سره وکتل

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني نن مازدیګر له افغان پيلوټې ښایسته واعظ سره په ارګ کې وکتل.

جمهوررئیس غني له ښایسته واعظ سره په کتنه کې د نړۍ ۱۸ هېوادونو ته د الوتنې لپاره د هغې کوښښونه وستایل  او هیله یې څرګنده کړه چې نورې افغان نجونې هم د پیلوټۍ په برخه کې زده کړې وکړي او افغانستان ته ویاړونه ور په برخه کړي.

ښایسته واعظ له جمهوررئیس څخه د هغې د هڅونې له امله مننه وکړه، وې ویل: ویاړم چې افغانه یم او د پیلوټۍ په برخه کې به خپلې زده کړې او تجربې له نورو افغان نجونو سره د دوی د بریالیتوب په موخه شریکې کړم.

اغلې واعظ څرګنده کړه، د نړۍ چاپېره سفر بشپړولو لپاره بېلابېلو هېوادونو ته د سفر او له خلکو سره د لیدنو پرمهال به د افغانانو د سولې پیغام نړیوالو ته ورسوي.

نظر بدهید