چهره ها

جلال نوراني نور طنز نه لیکي

افغان لیکوال او نوموتی طنز لیکونکی جلال نوراني د ۶۹ کلونو په عمر له دې نړۍ وکوچېد.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ویاند صابر مومند د نوموړي مړینه تائید کړې او ویلي یې دي چې جلال نوراني تېره دوشنبې ومړ.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر محمد رسول باوري د نوموړي مړینه یوه لویه ضایعه وبلله او وویل، که څه هم دی تقاعد وه، خو له یاد وزارت سره یې قلمي همکاري کوله.
جلال نوراني په بېلابېلو بستونو کار کړی دی د معاصر طنز لیکنې بنسټ ایښودونکو وه او یو څه وخت د یاد وزارت سلاکار پاته شوی.
جلال نوراني په ۱۳۲۷ هجري لمریز کال کابل کې پيدا شوی او د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو له پوهنځي څخه فارغ شوی دی.
د نوراني د طنزلیکنې زڼي هغه وخت غوني وکړل چې په کابل پوهنتون کې په زده کړو بوخت وه.
د جلال نوراني طنزیه لیکنې د ۵۰ کلونو په لسیزه کې د رادیو افغانستان له څپو خپاره شول او دی یې د شهرت اوج ته ورساوه.
ښاغلی نوراني د یوڅه وخت لپاره پخواني شوروي اتحاد ته د لوړو زدکړو لپاره تللی وه.
جلال نوراني نه یوازې چې طنزلیکونکي وه، بلکې ډېر نور اثار یې له بلغاري ژبوهم ژباړلي دي چې له هغې ډلې «مرچ مربا» طنزیه ټولګه ده.
طنزهای از چهار ګوشه، چه کنم عادتم شده، ای همو بیچاره ګک اس» هغه طنزیه ټولګې دي چې له نوموړي څخه افغان فرهنګي کهول ته په میراث پاته دي.
نوموړي له په استرلیا کې له ۱۸ کلنې جلاوطنۍ وروسته بېرته هیواد ته راستون شو او په کابل پوهنتون کې یې ډراماتیک ادبیات او په نمایشنامه کې شخصیت جوړنه مضمونونه تدریس کول.