خبرهای داخلی

توره بوړه له داعشه پاکه شوه

داعش ډلې غوښتل، چې د خراسان څانګه په ننګرهار ولایت کې ځای پرځای کړي، خو د امنیتي ځواکونو د پرله پسې عملیاتو له کبله یاده ډله خپلې موخې ته نه ده رسېدلې.
د ملي دفاع وزارت ویاند وايي : ” د داعش ډلې خپل فعالیتونه د ۱۳۹۴ کال په پسرلي کې د هلمند، فراه، ارزګان او زابل ولایتونو کې پیل کړل، چې د افغان امنیتي ځواکونو له کلک غبرګون سره مخ او وځپل شول.
د ملي دفاع وزارت په وینا داعش ډلې په یادو ولایتونو کې تر ماتې وروسته د ننګرهار په کوټ، پچیراګام او اچین ولسوالیو کې خپل فعالیتونه متمرکز کړل، خو د افغان امنیتي ځواکونو پرله پسې ځمکني او هوایي عملیات د دې لامل شول، چې داعش ډله په یاد ولایت کې هم خپلو ستراتیژیکو موخو ته په رسېدو کې پاتې راشي.
په ننګرهار ولایت کې د داعش ډلې د فعالیتونو د پیل راهیسې، د یادې ډلې د ځپلو په موخه دولس ستر عملیات د یاد ولایت په بېلابېلو سیمو کې ترسره شوي، چې له امله یې ۲۵۰۰ تنه داعش وسله وال وژل شوي او ۸۰۰ تنه نور یې ټپیان شوي دي. په وژل شویو او ټپیانو کې د داعش ډلې یو شمېر مهم مشران او قوماندانان هم شامل دي.
د ملي دفاع وزارت چارواکي وايي چې دمګړۍ افغان امنیتي ځواکونو، داعش وسله وال له پچیراګام او چپرهار ولسوالیو شړلي او دا مهال د تورې بورې سیمه د افغان امنیتي ځواکونو په ولکه کې ده.
د دوی په وینا داعش وسله وال د ننګرهار له ټولو سیمو څخه شړل شوي او په غرونو او درو کې په وړو ډلو ويشل شوي دي.

نظر بدهید