تکنالوژی

تلګرام د اړیکې نیونې مسنجر رامینځ ته کوي.

د تلګرام شرکت اعلان کړی چې د لوېدیځې اروپا اوسېدونکي اوس کولای شي د تلګرام له لارې یو له بل سره اړېکې ونیسي.
د تلګرام شرکت وایي دا اسانتیا به د وري له ۱۱مې نېټې وروسته خپلو کارکونکو ته په واک کې ورکړي.
داسې ویل کېږي چې دا سانتیا به په کرار کرار سره په ټوله نړۍ کې رامیځته شي.
د دې شرکت مسؤولین وایي: دوي په تېرو څو میاشتو کې هڅه کړې ده چې د پيغام لېږدونکي مسینجر کیفیت، امنیت او وضعیت له پلوه تر ټول ښه وي
مسؤلین وایې د دې شرکت د پيغام رسونکي اړیکې رمزي بڼه لري چې درېیم سړی په دې ونه توانېږي چې وایې وري.
په دوه طرفه اړېکه کې د خوندیتوب له پاره تاسې له خپل ملګري سره (چې ورسره په اړېکه کې یئ) څلور اموجي (هغه واړه کارتون ته ورته عکسونه چې په زیرک موبایلونو په پاڼه کې وي) وینئ چې سره ورته وي.
که د دوی اړیکه خوندي وه نو دا څلور اموجي به سره مشابه او ورته وي.
همدارنګه دې شرکت دا هم ویلي دي چې په بنسټيزه توګه د لیکلي پيغامونو او صوتي اړیکې له پاره یې ځینې مهم تدابیر په نظر کې نیولي دي، چې د دوی د کارکوونکو ترمینځ اړیکې په ښه سرعت او کیفیت سره تر سره شي.