خبرهای خارجی

ترامپ: ښايي ښه به وي، د سپينې ماڼۍ خبري کنفرانسونه تعطيل کړم

د امريکا جمهور رئيس دونالد ترامپ وايي: لکه څنګه چې د ده د زياتو مصروفيتونو په دليل د ده د خبرو او د سپينې ماڼۍ د کارکوونکو ترمنځ ضد او نقيضې خبرې پيدا شوې دي، ښايي ښه به وي، د سپينې ماڼۍ خبري کنفرانسونه چې په دغه هېوادکې څه د پاسه سل کلنه سابقه لري، تعطيل کړي.
ترامپ د تيرې جمعې په ورځ په يوه تويتري پيغام کې وليکل چې دى يو فعال جمهور رئيس دى چې په سپينه ماڼۍ کې زياتې پيښې رامنځته کيږي اوپه همدې دليل د ده استازو او کارکوونکو ته د دې امکان شتون نلري چې د سپينې ماڼۍ د تربيون ترشا په سمه توګه او په دقت سره خبرې وکړي.
ده په يوبل پيغام کې زياته کړې ده چې په همدي دليل ښايي ښه به وي چې په راتلوونکې کې د سپينې ماڼۍ خبري کنفرانسونه چې په دغه هېوادکې څه دپاسه سل کلنه سابقه لري، تعطيل کړي او د خبريالانو پوښتنو ته د ده د وياند ځوابونه په ليکلي ډول د هغوى په واک کې ورکړي.
د امريکا د فدرال پوليسو يا (اف بي آى) د پخواني رئيس جيمزکوفي د ګوښه کيدو موضوع په روسيې پورې د اړوندو جنجالونو او د امريکا په انتخاباتوکې د دغه هېواد د لاسوهنو په بهيرکې د امريکايي لاسوهنې له خوا سختې څارنې او فشارونه له ځان سره لرل او همدغه فشارونه په دې اړوند د ترامپ د ادعاګانو په نسبت د سپيني ماڼۍ د کارکوونکو په توضيحاتو کې د ضد او نقيضو څرګندونو سبب شوې .