خبرهای خارجی

ترامپ خپل دفاع وزير ته صلاحيت ورکړى چې په افغانستان کې د امريکايي سرتيرو د زياتوالي په باب تصميم ونيسي

President-elect Donald Trump shakes hands with retired Marine Corps Gen. James Mattis as he leaves Trump National Golf Club Bedminster clubhouse in Bedminster, N.J., Saturday, Nov. 19, 2016. (AP Photo/Carolyn Kaster)

د امريکا د متحده ايالاتو جمهور رئيس دونالد ترامپ د دغه هېواد  د دفاع وزير  جيمز متيس ته واک ورکړى دى چې په افغانستان کې د امريکايي سرتيرو د زياتوالي په باب تصميم ونيسي .

د باختر آژانس د خبرله مخې :

دغه مطلب د امريکا يوه جګپوړي مقام د رويټرز خبري آژانس ته بيان کړى دى.

ده ويلي دي: په دې ترتيب به د امريکا د دفاع وزارت ته لاره خلاصه شي ترڅو په افغانستان کې د امريکايي سرتيرو د زياتوالي په برخه کې د دغه هېواد د قوماندانانو په غوښتنه عمل وکړي.

دغه امريکايي مقام ويلي دي: تر اوسه پورې په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو د زياتوالي د شمېر په باب معلومات نشته

نظر بدهید