اقتصادی

تاجکستان افغانستان ته دبريښنا صادرات زياتوي .

تاجکستان افغانستان ته په ساعت کې د څه ناڅه دوه مليونو شپږ سوه کيلوواټه بريښنا په صادرولو سره تيره مياشت دغه هېواد ته دخپلو بريښنا دصادراتو حجم زيات کړ .
د اوستا د خبري اژانس د خبرله مخې: د خش د سيند د اوبو د کچې زياتوالى دغه امکان تاجکستان ته ورکړ چې نه يواځې خپل کورني اړتياوې پوره کړي بلکې يوه برخه يې صادره کړي .
تاجکستان په کال کې پنځه پنځوس مليارد کيلوواټه بريښنا توليدوي .
دتاجکستان دانرژې او اوبو وزارت درپوټ له مخې :افغانستان ته د دغه هېواد دبريښنا دصادراتو حجم په ٢٠١٦ کال کې څه دپاسه يوسلواته ديرش مليونه درې سوه زره کيلوواټه بريښنا دتيرکال په پرتله زيات شوي دي .
داوستا دخبرله مخې: تاجکستان کولى شي ددوبي په موسم کې دافغانستان او قرغزستان داړتيا وړ بريښنا تامين کړي .