آلبوم تصاویر

هېواد ته د کرکټ ملي لوبډلې راستنېدل

 

کرکټ: کابل افغان کرکټ لوبډله په اتڼ ونازوله.

افغان کرکټ لوبډلې په نړېوال شل اوریزو لوبو کې خپله ورستۍ لوبه له ویسټ انډیز نه وګټله.

دا د کرېکټ نړيوالو ۲۰ اووريزو سياليو په دویم پړاو کې د افغانستان لومړی بريا وه.

هغه لوبډله چې په خپله ماتې یې باور نه راته..

وېسټ انډیز تراوسه کوم لوبه نه وه بايللې او په دغو سياليو کې يې تر ټولو ډېرې نومرې لرلې.

کابل کې د کرکټ لوبډلې هرکلي ته لوبغاړي ، چارواکي او ګڼ شمېر مینه وال له ملي بیرغونو سره راغلي وو.

نڅاوې وشوې، اتڼونه وشو  او لوبډله یې  بدرګه کړل.

افغان کرکټ لوبډلې په خپل ګروپ کې له سریلنکا. جنوبي افریقا، انګلستان او ویسټ انډیز سره لوبې وکړې.

له جنوبي افریقا سره یې نسبتآ ښه لوبه وکړه.

له سریلنکا سره یې لوبه تر توقع لوړه وه. ګټې ته مو نږدې کړې وه ، خو شاید د لوبغاړو وړو اشتباوو ګټه له مونږ واخېسته.

 له انګستان سره خو افغان لوبډلې د لوبې رنګ یو طرفه کړی وو، خو د لوبې د ګټلو پره ځای مو یواځې زړونه وګټل.

ویسټ انډیز نه خو مو داسې لوبه وګټله چې د افغان کرکټ مینه والو هم باور نه پرې کاوه.

افغان لوبډلې د لوبې سره د کرکټ د مینه والو زړونه هم وګټل.

د مقابلې لوبډلې مشهور لوبغاړی ګرېس ګېل هم حېران وو، مېدان ته راکوز شو دافغان لوبډلې سره یې په ګډه په دې خوښۍ کې برخه واخېسته. اتڼ یې نه وو زده نو افغان شهزاد ورسره د دوې په ډول نڅا وکړه.

لوبغاړي خوښ وو. دلته کابل کې مینه وال ورته خوشحال وو. د ګلانو ګېډۍ یې ورته نېولې وې.

د ګلانو امیلونه یې ور تر غاړې کړل. ویې نازول، او مننه یې ترې وکړه چې د دوې په شونډو یې د څه وخت لپاره مسکا راوسته.

افغان لوبډلې د شل اوریزو سیالیو په لومړي پړاو کې (سکاټلنډ، هانګ کانګ او زیمبابوې) ته ماتې ورکړه.