خبرهای خارجی

امانوئل مکرون دفرانسې  جمهوررئيس شو

منځ لارى نوماند مانوئل مکرون دملي جبهې دښي اړخې ګوند نوماندې ميرمن مارين لوپن  ته په غوڅي ماتې ورکولو سره په ٣٩ کلني کې دفرانسې په تاريخ کې  د ځوان  جمهوررئيس په توګه وټاکل شو.

دلومړنيو نتيجو له مخې  مکرون  په سلو کې څه ناڅه  ٦٥ رايې ترلاسه او ميرمن لوپن په سلو کې څه ناڅه ٣٤ رايې ترلاسه کړى دى.

امانوئل مکرون خپل برياليتوب دفرانسې په تاريخ کې نوى فصل وباله او ويې ويل، دى به دټولې فرانسې  جمهوررئيس وي.

مکرون دفرانسې اوسنيو ستونزو ته په اشارې سره له ټولو څخه وغوښتل چې دفرانسې دراتلوونکي جوړولو او يو والي لپاره هلې ځلې وکړي او له تبعيض او نابرابرۍ سره مبارزه وکړي.

ده وويل : دسولې دپرمخ بيولو  او نړيوالې همغږۍ  او له تروريزم سره دمبارزې لپاره به  هلې ځلې وکړي.

داروپا کميسيون درئيس ژان کلودريونکر اودالمان دصدراعظمې انګلا مرکل  په ګډون داروپا داتحاديې مشرانو دمکرون دبرياليتوب هرکلى  کړى دى  .

دبريتانيا صدراعظم ترازمي هم ويلي دي چې فرانسه زموږله نږدې  متحدينو څخه ده او موږ له نوي جمهوررئيس سره همکارۍ ته سترګې په لاره يو  .

له بله پلوه  دامريکا جمهوررئيس دونالدترامپ   چې دريځ يې د مارين لوپن  په شان دى  هم دمکرون دبرياليتوب له امله د مبارکي په ترڅ کې ويلي دي  چې دې ته سترګې په لاره ده  چې له هغه سره همکاري وکړي.

ديوبل خبرله مخې  امانويل ژان ميشل مکرون په  امانويل مکرون مشهور دفرانسې پنځه ويشتم  جمهوررئيس وي .

دى د فرانسې  داوسنۍ  جمهوررئيس فرانسوا اولاند په کابينه کې دصنايعو ، اقتصاد او  ديجيتل دوزير په توګه دنده ترسره کړې ده.

نظر بدهید