خبرهای ورزشی

افغان نولس کلنو د ماليزيا نولس کلنو ته په اتو ويکټو ماتې ورکړه

د لوبې پچه افغانستان وګټله او ماليزيا ته يي د توپوهنې بلنه ورکړه، ماليزيا د ۱۹ اوورونو په لوبولو او د ټولو لوبغاړو په سوځيدو ۵۳ منډې جوړې کړې.
د افغان نولس کلنو له لوري يوسف ځاځي څلور لوبغاړي وسوځول او هيټريک يي هم وکړ، مجيب ځدراڼ درې، ظاهر پکتين دوه او شمس يو لوبغاړی وسوځاوو.
افغان نولس کلنو په ۵،۳اوور کې د دوو لوبغاړو په سوځيدو لوبه وګټله، زياتي منډې درويش رسولي ۳۲ او نويد عبيد ۱۸منډې وکړې او مقابلې لوبډلې ته يې په اتو ويکټو ماتې ورکړه.
د لوبې غوره لوبغاړی يوسف ځاځی چې ۴ لوبغاړي يې سوځولي او هيټريک يې کړی و، وټاکل شو.

نظر بدهید