خبرهای ورزشی

افغانستان کرکټ لوبډلې د دوو بریاوو وروسته لوبه بایلوده

د افغانستان او ایرلینډ تر منځ د پنځه یوه ورځنیو لوبو سریز درېیمه لوبه ایرلینډ په ۶ وېکټو وګټله.

د لوبې پچه افغان لوبډلمشر وګټله او توپ وهنه یې پیل کړه.

افغان لوبډلې پیل ښه نه و، د پیل لوبغاړو نورعلي په یوه او شهزاد په یولس منډو خپله وېکټ له لاسه ورکړه.

ورپسې رحمت شاه ، اضغر، شینواری او نبي هم ښه لوبه ونه کړه.

له دوی وروسته ګلبدین، راشد او شفق ښه لوبه وکړه، درې واړو لوبغاړو پنځوسیزې ووهلې.

ګلبدین ۵۱، راشد ۵۶ او شفق ۵۰ منډې وکړې.

افغانستان د اته لوبغاړو په سوځېدو سره په پنځوس اوورونو کې ۲۶۴ منډې جوړې کړې.

افغان لوبغاړو له خپل ټاکلی شوي هدف نه دفاع ونه شوه کړای او ایرلینډ د څلورو لوبغاړو له سوځېدو وروسته په ۴۸.۳ اوورنو کې ۲۶۵ منډې وکړې او لوبه یې په شپږو وېکټو وګټله.

د ایرلینډ لخوا سټیرلینګ ۹۹، او بالبیرین ۸۵ منډې وکړې او لوبډله یې بریا ته ورسوله.

د لوبې غوره لوبغاړی سټیرلینګ ونومول شو.

افغان توپ اچوونکو کې دولت دوه ، نبي او سمیع یو یو لوبغاړی وسوځاوه.