خبرهای خارجی

اعراق پوځیانو د موصل ښار له داعش وسلوالو بېرته نیولی

د عراق لومړی وزیر حیدر العبادي د موصل ښار له داعشه بیرته نیولو ورسته دې ښار ته ورغلی و.

لومړني وزیز د موصل ښاریانو ته د دې ښار د بېرته نیولو مبارکي وویله.

د عراق دولتي ځواکونو د موصل په ښار کې د اسلامي دولت نومې ډلې د اورپکو د مقاومت وروستۍ مورچلې له منځه یوړې چې له دې سره د ښار د بېرته نيولو لپاره نهه مياشتنۍ جگړه پاى ته ورسېده.

نن ټوله ورځ د موصل زوړ ښار څخه د نښتو د دوام راپورونه ورکول کېدل، ځکه هلته اورپکو یو وړې سیمې کې مقاومت کاوه.

د راپورونو له مخې پرونښار کې خورې ورې ډزې کېدې او د داعش د وسله والو مړي په لارو کوڅو کې لېدل کېد.

عراقي سرتېري د موصل ښار په ويجاړ و واټونو کې پر داعش د خپل بري لمانځنه کوله پوځیانو له خوشالۍ هوایي ډزې کولې.

 

نظر بدهید