اطلاعیه ها

اطلاعیه

د افغانستان ملي راډیو ټلویزیون په پام کې لري چې، د هېواد فرهنګ د ودې او بډاینې په موخه ، په پښتو او دري ژبو دوه بېلا بیل سریالونه (چې محتوا یې ټولنیزه، فرهنګي او کومیډي وي) جوړ کړي.

ټول پروډکشنونه او فرهنګي بنسټونه چې دا ډول سریالونه جوړوي له ملي راډیو ټلویزیون سره دې په لاندې نمبر اړیکه ونیسي.

۰۷۰۰۲۲۰۵۲۰

او یا دې د روان کال د چنګاښ د میاشتې په ۲۵مه نېټه، د ماسپښین په دوې بجو د افغانستان ملي راډیو ټلویزیون، د هنري او ادبي پروګرامونو ریاست ته تشریف راوړي.

 

نظر بدهید