موسیقی

استاد ګل زمان د پښتو ژبې نوم وتی سندرغاړی

د پښتو ژبې تکړه سندغاړی او کمپوزر ګل زمان په خوست ولایت کې په کال ۱۳۱۶ ل کې چیني نومې سیمه کې زېږېدلی دی

. دی لا تنکی زلمی وو چې له ټنگ ټکور سره يې مينه پيدا شوه، د موسيقۍ پر هنر بوخت شو او له دايرې سره به يې سندرې ويلې. کله چې دی ۱۴ کلن شو، نو يې تر ده دوه مشران وروڼه يو يې امان الله له تبلې سره او بل يې مشعل له ارمونيې سره له ده سره يو ځای شول او له هماغه مهاله يې د يوې هنري ډلې په توگه د پکتيا ولايت، لوگر ولايت او نورو څېرمه سيمو د وگړیو د خوښیو په محفلونو کې برخه اخيسته او څو کاله يې په دې ډگر کې خپل هنر وښود.

ګل زمان په ۱۳۴۲ ل کال کابل ته راغی او په راډیو افغانستان کې یې په سندرو ویلو پیل وکړ.

د ګل زمان لومړنۍ سندره، چې د راډیو له څپو خپره شوه د ((غونډې منډې)) سندره وه.

استاد گل زمان پر ۱۳۶۱ لمريز کال د سندرو ويلو په برخه کې دویمه درجه جايزه او پر ۱۳۶۲ لمريز کال يې هم د کمبوز جوړولو په برخه کې جايزه وگټله .

ګل زمان د موسیقۍ په څانګه کې د خدای بښلي محمد دین زاخیل شاګردي کړې او د ده په خپله وینا د ده شاګردان بیا د ده ورور تجلي، خیر محمد خندان، ګل رسول او ریتا وږمه ده.

استاد ګل زمان پر دایره سربېره، چې دی یې د سندرو ویلو پر مهال غږوي، د ارمونيې، رباب، ماندولین، ډول او ښپیلۍ په غږولو کې هم مهارت لري.

نوموړي نه یوازې خپلو سندرو ته، بلکې نورو ډېرو نامتو سندغاړو ته هم کمپوزونه جوړ کړي دي چې د هغوې له جملې څخه یې استاد اولمیر، پروین، قمر ګله، احمد ظاهر، ګلشن، ریتا وږمه، عزیزه افغان، ناهید، ژیلا، رخشانه، بخت زمینه، افسانه،ماري مهتاب، فتانه، پرستو، نغمه، منګل، رحیم مهریار، اسماعیل پیروز، طلا محمد، سید عالم، نعمت الله، عبدالله مقري، منور، حیات الله ګردیزي، رحیم غفاري. شهروان، تجلي، خیر محمد خندا، ګل رسول، موسی ګل، زرڅانګه، خان تاسیل، ګلنار بیګم، هدایت الله او نور سندغادي دي. داسې هم ویلی شو چې په وروستیو دریو لسیزو کې بل هیڅ پښتو سندرغاړي او کمپوز جوړوونکي په دې شمېر ځان او نورو سندرغاړو له پاره په دومره لوی تعداد نوي کمپوزونه نه دي جوړ کي لکه استاد ګل زمان چې جوړ کړي دي.

استاد ګل زمان اوس مهال ۲۱۰۰ سندرې د ملي زاډیو تلویزیون په ارشیف کې ثبت لري.