اقتصادی

اجرائیه رئيس: د بې کیفیته نفتو او ګازو واردول او عرضه کول د منلو وړ نه دي

د افغانستان د اسلامي جمهوریت اجرائيه رئيس ډاکټر عبدالله عبدالله پرون په سپېدار ماڼۍ کې د ګازو او نفتي توکو د شرکتونو له مسوولینو سره وکتل.

په دې غونډه کې د ګازو او نفتي توکو مسوولینو خپلې ستونزې اجرائيه رئيس ته واورولې او غوښتنه یې وکړه چې په اساسي ډول دې د دوی ستونزې حل شي.

هغوی وویل، چې هېواد ته دې په قاچاقي ډول د ګازو او نفتو واردول بند شي او ټول هغه شرکتونه دې لغوه او مسوولین یې عدلي ادارو ته معرفي شي، چې هېواد ته په غیر قانوني ډول سون توکي واردوي.

دغو مسوولینو وویل، چې یوشمېر شرکتونه له معافیت څخه ناوړه ګټه اخلي، پر نفتو لګېدلی ټکس لوړ او له ایران څخه ځينې خام توکی را واردېږي، چې په هېواد کې د تصفیې ځواک نشته او له نورو تېلو سره تر ګډېدو وروسته په بازار کې پلورل کېږي. هغوی د دې او ځینو نورو ستونزو د حل غوښتنه وکړه.

د هېواد اجرائيه رئيس ژمنه وکړه، چې په دې اړه به له اړوندو ادارو سره هم خبرې وکړي او هدایت به ورکړي، چې د ګازو او نفتو د واردوونکو شرکتونو ستونزې حل کړي.

هغه وویل، په هېڅ صورت په هېواد کې د بې کیفیته توکو واردول او په بازار کې عرضه کول د منلو وړ نه دي او هغه شرکتونه به وڅارل شي، چې په دې اعمالو لاس پورې کوی.